د ولایتونو لپاره د ښځینه مرستیالانو ټاکل؛ تر اوسه یوازې یوه مېرمن ټاکل شوې

د لوګر د والي مرستیاله رابعه ستانکزۍ

د ولایتونو لپاره د ښځینه مرستیالانو د ټاکلو په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني له فرمان نږدې درې میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه یوازې د لوګر لپاره د والي ښځینه مرستیاله ټاکل شوې ده.

د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، دلیل‌يې په دې پروسه کې یو شمېر ستونزې دي، خو د دغې ادارې د ویاند په وینا د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له کمېسیون سره په ګډه به په دې اړه ډېر ژر یوه کړنلاره وروستۍ کړي.

د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویاند سید شاه سقیم د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۱۲» ازادي راډیو ته وویل: "وروسته د ځینو وړاندیزونو او مشورو په اساس د افغانسان د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې پرېکړه وکړه چې باید په دې اړه یو کړنلاره ولرو چې له مخې يې څوک کولای شي دې بست ته نوماند شي، نو موږ تمه لرو چې دا کړنلاره به ډېر ژر وروستۍ شي او د مرستیالو والیانو د ټاکلو پروسه به له سره پیل شي. "

سید شاه سقیم

ښاغلي سقیم ونه‌ویل چې د طرزالعمل له مخې يې به ښځینه مرستیالانې د ازادي پروسې له لارې ټاکل کېږي که څنګه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نږدې درې میاشتې مخکې د ښځو چارو وزارت هغه وړاندیز شوې طرحې د پلي کولو فرمان صادر کړ چې له مخې یې باید په هر ولایت کې د والیانو ښځینه مرستیالانې وټاکل شي.

د فرمان پر بنسټ د ټولو ۳۴ ولایتونو د مرستیالۍ څوکۍ به هېڅ نارینه ته نه‌ورکول کېږي.

خو تر دې دمه یوازې د لوګر لپاره ښځینه مرستیاله ټاکل شوې او دا پروسه له ځنډ سره مخ شوه.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي چې په پروسه کې د یو شمېر ستونزو له امله دوی اړ شول چې په دې اړه په کړنلاره کار پیل کړي.

د دې وزارت ویاندې رویا دادرس ازادي راډيو ته وویل چې د دغه بستونو لپاره دوی ته تر دې دمه له ټولو ولایتونو سلګونه سي وي ګانې رارسېدلي دي چې دوی يې اوس‌مهال په شارټ لېست کار کوي.

رویا دادرس

اغلې دادرس زیاتوي: "د ښځو چارو وزارت د افغانستان له ټولو ولایتونو د پیاوړو اړ په کار پوه میرمنو زیات شمېر لستونه ترلاسه کړي دي، او د وزارت له لوري په دې لستونو کار کیږي، هغه میرمنې چې د کار وړتیا لري هغوی شارټ لست کیږي او د جوړېدونکي کړنلارې له مخې به دوی یادو بستونو ته معرفي شي."

اغلې دادرس وویل تر دې دمه لا معلومه نه‌ده چې دغه بستونه به د یوې ازادې پروسې له لارې مېرمنو ته ورکول کېږي او که په انتسابي شکل، خو دا وايي چې لوړې زده‌کړې، له ۳۰ کلونو لوړ عمر، کاري تجربه، د ولایت په اړه پراخه مطالعه او یو شمېر نور مسایل هغه څه دي چې باید نوماندان‌یې ولري.

د ښځو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په ټولو ولایتونو کې د والیانو پنځه ښځينه مرستیالانې شته، خو په خبره‌یې په دې وروستیو کې ځینې له دندې لیرې کړای شوې دي.