په تذکرو کې د مور نوم لیکلو په تړاو بېلابېل نظرونه

ارشیف

په تذکرو کې د مور د نوم لیکلو په تړاو افغانان بېلابېل نظرونه لري.

ځیني د دې کار په پلوۍ په ډېرې خوښۍ د خپلو مېندو نومونه اخلي، خو ځیني لا هم د مور نوم اخیستل د ځان لپاره شرم ګڼي.

د کابل ښار اوسېدونکی سمیع‌الله، په تذکرو کې د مور نوم لیکل یو نېک ګام یادوي، دی وايي افغان ټولنه کې باید نور د ښځینه نوم اخیستل عار ونه‌ګڼل شي.

هغه زیاته کړه: "زما نوم سمیع‌الله د مور نوم مې شکریه دی، که په تذکره کې د پلار نوم لیکل کېږي مسلمانانو ته د مور نوم لیکل هم کوم شرم نه‌دی. ځکه چې زموږ د پیغمبر (ص) د مور، د خور نوم ټولې نړۍ ته معلوم دی او دا چې تذکرو کې د مور نوم ولیکل شي هېڅ کوم شرم نه‌دی."

خو د کابل ښار یو بل اوسېدونکی محمد وارث چې د لغمان ولایت اصلي اوسېدونکی دی وايي، د کلیوالو ترڅنګ ان یو شمېر ښاریان هم دې کار ته چمتو نه‌دي، محمد وارث چې د خپلې مور نوم هم له نه‌اخلي ازادي ر اډیو ته‌یې وویل: "موږ چې له ډېرو خلکو سره دا خبره شریکه کړې چې تذکره کې د مور نوم ولیکل شي هغوی دا کار نه‌غواړي. زموږ او تاسې ټولنه دومره مترقي او رسېدلي نه‌ده، باید دا خبره مخکې له مخکې له خلکو سره شریکه شوې وای چې څومره خلک‌يې غواړي او څومره‌یې نه‌غواړي، خو د کلیو خلک به دې کار سره موافق نه‌وي."

سرور دانش

د افغانستان د کابینې د قوانینو کمېټې د نفوسو د احوال د ثبت قانون د تعدیل طرحه د کابینې د قوانینو کمېټې په فوق‌العاده غونډه کې د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په مشرۍ تېره ورځ سې شنبه د وږې په ۱۱مه تأیید شوه.

د یادې کمېټې تر دې پرېکړې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې خلکو په دې اړه خپل نظرونه څرګند کړل او تاوده بحثونه‌یې رامنځ ته کړل.

ځینو د خپل نوم سره د خپلې مور نوم په لیکلو د دې پرېکړې هرکلی کړی او ځینو نورو بیا مخالف نظرونه څرګند کړی چې له دې هم د خلکو لیدلوری ښه معلومېدلای شي.

ټاکل شوې چې د نفوسو د احوال د ثبت په قانون کې دغه تعدیلات لومړی د کابینې له‌خوا تأيید او بیا د افغانستان ملي شورا ته د تصویب لپاره وړاندې شي.

د افغانستان د کابینې د قوانینو کمېټې په تذکرو کې د مور د نوم لیکلو پرېکړه په داسې حال کې کړې چې له څو کلونو راهیسې د یو شمېر ښځینه فعالانو له‌خوا د ښځو د هویت د څرګندولو لپاره په ټولنیزو رسنیو کې "زما نوم چېری دی" کمپیان روان وو.

د کمپاین کوونکو له ډلې هودا رها وايي، د کمپاین پر مهال له ډېرو امنیتي او ټولینزو ستونزو سره مخ شول خو اوس خوښ دي چې دا پرېکړه د قوانینو کمیټې له‌خوا منل شوې ده.

هغه وویل: "زه هودا رها یم د خانم‌ګل لور او نوم مې چېرته دی کمپاین کوونکو له ډلې یم، زموږ د ټولنې دیني او ټولنیزو باورنو ته په کتو د ځینو خلکو له‌خوا کمپاین له سختو نیوکو سره مخ شو خو د کمپاین کوونکو هڅې د دې لامل شوې چې له دې کمپاین ډيری خلک ملاتړ وکړې."

اغلې رها اوس له ولسي جرګې غواړي چې تذکرو کې مور نوم لیکلو دا طرحه تصویب کړي.

بل‌خوا یو شمېر حقوق پوهان وايي په تذکره کې د مور نوم لیکل له حقوقي او اسلامي پلوه ستونزه نه‌لري.

حقوق پوهې او د پوهنتون استادې شهلا فرید ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په تذکرو کې د مور نوم لیکل د ټولنې او په ځانګړي توګه د ښځو پرمختګ لپاره ښه ګام دی خو په خبره یې لا هم ټولنیز او فرهنګي ستونزي شته چې د حل لپاره یې باید عامه پوهاوی وشي.

دی وویل: "پلار مور حق لري چې د ماشوم د هویت بشپړولو لپاره خپل نومونه ولیکي چې دا په نړیواله کچه او له اسلامي اړخه ستونزه نه‌لري، د فرهنګي اړخه ستونزمنه ده دا خلک په ۲۱ پيړۍ کې د لیکلو او ویلو سواد لري خو پوهه یې کمه ده، هغو خلکو چې عدالت غوښتنه وکړه که غواړي د قانون په وړاندې ستونزي رامنځته نشي ، شریعي او فرهنګي اړخه دې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړې."

که چېرې د نفوسو د احوال د ثبت د قانون تعدیل شوې طرحه د کابینې له‌خوا تأييد او د ملي شورا له‌خوا تصویب شي دا به لومړی ځل وي چې په افغانستان کې د تابعیت په تذکرو کې د مور نوم لیکل کېږي، خو یو شمېر ښځینه فعالانې وايي، دا کار به په ټولنه کې د ښځو د نومونو د یادولو په وړاندې د خلکو حساسیت کم او په دېریو نورو رسمي او غیر رسمي اسنادو لکه د ډاکټرانو په نسخو او د واده په بلنلیکونو کې هم د دوی نوم لیک عام کړي.