د پکتیا والي: وسله‌وال طالبان سولې ته تعهد نه‌لري

طالبان

د پکتیا والي حلیم فدايي ویلي چې وسله‌وال طالبان سولې ته تعهد نه‌لري او تشدد یې په اوج کې ساتلی دی.

حلیم فدايي پرون (د سپټمبر په لومړۍ) ازادي راډیو ته وویل چې په دې ولایت کې پرونۍ حمله پر عامه تأسیساتو وه او د طالبانو بد نیت څرګندوي.

فدايي زیاته کړه: "یوه خبره باید په یاد ولرو چې طالب هر ځای تعقیب کړو، خو د سولې د هڅو په جریان کې موږ پر هغوی عملیات او تجاوز نه‌کوو ځکه سولې ته احترام لرو، خو هغوی ثابته کړې چې نه په سوله باور لري نه ورته متعهد دي."

د سې شنبې په سهار د عامه ساتنې پر قطعې په وسله‌واله حمله کې د امنیتي ځواکونو ۳ غړي ووژل شول او ۵ تنه زخمیان شول. د حملې مسؤلیت طالبانو واخیست.

د پکتیا والي وویل چې حمله دوو وسله‌والو انتحاريانو کړې وه او ټول وژل شوي دي.