د طالبانو یو شمېر بندیان پرون د پلڅرخي له زندانه نه ازاد شول

ارشیف، له بند نه ازاد شوي طالب بندیان

د وسله‌والو طالبانو یو شمېر بندیان پرون (د سپټمبر لومړۍ) د پلڅرخي له زندانه خوشې شول.

د هغوی دقیق شمېر لا نه‌دی څرګند.

په خوشې شویو کسانو کې یوه تن چې حنیف‌الله نومېده د ازادي راډیو خبریال ته وویل: "موږ هیله لرو چې اشرف غني او حکومت دا ټول خنډونه لیرې کړي، ژر تر ژره به د سولې خبرې پيل شي او په وطن کې مینه او محبت راشي."

په هغه وېډیو کې چې د ازادي راډیو خبریال اخیستي، لیدل کېږي چې یو شمېر بندیانو ته د هغوی خپلوان هم ورغلي وو او د غاړې ګلان‌یې وروړي وو.

د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پيل نېټه لا نه‌ده څرګنده.

د حکومت او طالبانو ترمنځ وروستی جنجال د ۴۰۰ بندیانو پر سر و.

د افغانستان حکومت ویلي چې په هغوی کې داسې خطرناک کسان شامل دي چې د حکومت یو شمېر نړیوال متحدان‌یې له ازادۍ سره مخالفت لري.