هند کې یوه شپه او ورځ د کرونا ویروس ۷۸ زره مثبتې پېښې ثبت شوي

ارشیف

په لکونو کسان په تېرې یوې اونۍ کې یعنې د اګسټ له څلرویشتمې تر یو دېرشمې په نړۍ کې په کرونا ویروس اخته شوې دي.

له دې سره په کرونا ویروس د ټولو اخته کسانو شمېر تر پنځه ویشت میلیونه اوښتی دی او د قربانیانو شمېر یې هم تر اته لکه پنځوس زره ډېر شوی دی.

د نړۍ دوهم هېواد چې ډېر نفوس لرې په سختو شرایطو کې شپې ورځې تېروي.

په هند کې د څلرویشت ساعتونو کې په ترڅ کې د کرونا ویروس تر اته اویا زره ډېرې مثبې پیښې ثبت شوې دي.

په ډهلي کې په مکس روغتون کې د زړه د ناروغیو د څانګې مشر منوج کومار وایي چې اوس کلیوالې سیمې د کرونا له سخت ګواښ سره مخامخ شوې دي.

هغه زیاتوي: "تر ټولې نړۍ په یوه ورځ کې لوړه شمېره په هند کې ثبت شوې ده، علت یې په کلیوالو سیمو کې د کرونا ویروس خپرېدل دي، د هند په اوو ایالتونو کې دا ویروس پراخ خپور شوی دی چې پنځه اویا په سلو کې پېښې رانغاړي."

یو شمېر هندي ډاکټران خبرداری ورکوي چې د بندیزونو له لرې کېدو سره خلک اوس له یوه بله اجتماعي واټن نه مراعاتوي او د دې لپاره په کرونا د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د راپور له مخې په هند کې نژدې درې میلیونه او اووه لکه کسان په کرونا ویروس اخته شوې دي او تر پنځه شپېته زره ډېر کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د امریکا په متحد ایالتونو کې چې تر بل هر هېواد د کرونا پېښې ډيرې دي د اخته کسانو شمېر تر شپږ میلیونه واوښت.

که څه هم په متحد ایالتونو کې د کرونا ورځنۍ مثبتې پېښې کمې شوې دي خو د ښوونځیو او پوهنتونونو له پرانیستو سره د مثبتو پېښو د زیاتېدو اندېښنې ډېرې شوې دي.

فرانسه کې ټولنیز واټن مراعت شوی

په اروپا کې فرانسه له هغو هېوادو څخه ده چې ډېر کسان پکې په کرونا اخته دي.

اوس د پلازمېنې پاریس له استوګنو غوښتل شوې دي چې ماسک وکاروي او له یوه بله دوه متره لرې واوسي.

تر دې مخکې دا غوښتنه یوازې له هغو کسانو کېده چې په سرپټو ځایونو کې وو.

یو شمېر هېوادو بیا د قرنطین پالیسي یو ځل بیا پر نوي ورغلیو مسافرو پلې کړې ده.

په دې ترڅ کې د کرونا واکسین په اړه بیا هم پوښتنې کېږي.

د نړۍ تر یوسل او اویا ډېر هېوادونه د دې واکسین د جوړېدو لپاره له یوه بل سره مرسته کوي، خو د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تیدروس ادهانوم ګبریسوس وایي چې د واکسن د جوړېدو لپاره نورو مالي سرچینو ته اړتیا شته.

د اوس لپاره د نهو شرکتونو واکسین غوره بلل شوې دي او تمه ده چې دوه میلیارډه ډوزه واکسین هغو هېوادو ته چې د واکسین د تطبیق د ازموینې پړاو یې تېر کړی دی، واستول شي.