قرغزستان د دوستوک پوله د ازبکستان وګړو پرمخ پرانیسته

د دوستوک پوله

قرغزستان سر له نن څخه د ازبکستان وګړو ته د دوستوک له پولې هغه هېواد ته د ننوتو اجازه ورکړې ده.

دا د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د لګول شویو بندیزونو په برخه کې د یو څه نرمښت ښکارندويي کوي.

د قرغزستان د پوله ساتو خدمتونو ادارې یوې ویاندې وویل چې ازبکستان تراوسه د قرغزستان وګړو ته اجازه نه ورکوي چې د ازبکستان خاورې ته داخل شي.

په قرغزستان کې ترننه پورې پرکویډ۱۹ ناروغۍ د اخته شویو کسانو رسمي شمېر نژدې ۴۴ زره او د مړو شویو ۱۰۶۰ او په ازبکستان کې پر دې ناروغۍ د اخته شویو کسانو شمېر نژدې ۴۲ زره ښودل شوی دی.