افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله د مړو شمېر ۱۹۰ کسانو ته ورسېد

میدان وردګ کې د سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، په ۱۳ ولایتونو کې د تېرې اوونۍ د سیلابونو له امله د مړیو شمېر ۱۹۰ او د ټپیانو ۱۷۲ ته ورسېد.

د دې وزارت سرپرست غلام بهاوالدین جیلاني نن خبریالانو ته وویل، هڅې چټکې شوي چې ټولې سیلاب ځپلې سیمې وپلټي او د مړو جسدونه ترې را وباسي.

هغه زیاته کړه: "د راپورونو له مخې تراوسه د ۱۲ او ۱۵ ترمنځ مړي ورک دي او زموږ د ژغورنې ډله ډېره هڅه کوي چې ټوله ساحه وپلټي."

ښاغلي جیلاني دغه راز وویل، دغو سیلابونو په ټوله کې ۱۰۵۵ کورونه بشپړ ویجاړ او ۲۹۶۰ يې زیانمن کړي دي.

هغه زیاته کړه چې د دغې پېښې له ۴۰۰۰ زیانمنو شویو کورنیو څخه تراوسه له ۳۰۰۰ کورنیو سره مرستې شوي او دا لړۍ روانه ده.

تېره اوونۍ په پروان، کاپیسا، پنجشیر، میدان وردګو، لوګر، کابل، ننګرهار، پکتیا، خوست، نورستان، کونړ، بامیان او غزني ولایتونو کې سیلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.