'د تېرې اوونۍ د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۹۱ ته رسېدلی'

په پروان ولایت کې سېلاب

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست غلام بهاءالدین جېلاني وايي، په ۱۳ ولایتونو کې د تېرې اوونۍ د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۹۱ او د ټپیانو هغه ۱۷۲ ته ورسېد.

ښاغلي جېلاني د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، هڅې تېزې شوي چې د زیانمنو شویو کورنیو د راپورونو له مخې، ټولې سېلاب‌ځپلې سیمې وپلټي او د مړو جسدونه ترې راوباسي.

ښاغلي جېلاني دا هم وویل، دغو سېلابونو په ټوله کې ۱،۰۵۵ کورونه بشپړ ویجاړ او ۲،۹۶۰يې زیانمن کړي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت سرپرست وزیر زیاته کړه چې د دغې پېښې له ۴،۰۰۰ زیانمنو شویو کورنیو څخه تر اوسه له ۳،۰۰۰ کورنیو سره مرستې شوي او دا لړۍ روانه ده.

تېره اوونۍ په پروان، کاپیسا، پنجشېر، میدان وردک، لوګر، کابل، ننګرهار، پکتیا، خوست، نورستان، کونړ، بامیان او غزني ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.