د بیلاروس امنیتي ځواکونو د دغه هېواد د همغږۍ شورا یوه غړې نیولې

بیلاروس کې لاریون کوونکي

د بیلاروس چارواکو د معترضانو پر وړاندې د وروستیو ځپونکو اقداماتو په ترڅ کې د کارګرانو د اعتصاب یو مشر او د اپوزیسیون د همغږۍ د شورا یوه مشره نیولي دي.

د همغږۍ د شورا جګپوړې مشره لیلیا ولاسووا چې شورا یې له ولسمشرالکساندر لوکاشینکا څخه په سوله ییز ډول د واک د انتقال په هدف جوړه شوې، پرون د مالي جرمونو په تور پولیسو ونیوه.

اناتولي بوکون چې د بیلاروسکالي د فابریکې د اعتصاب د کمېټې مشر دی، پرون له نیول کېدو وروسته د غیرقانوني اعتراضونو د تنظیم په تور په ۱۵ ورځو بند محکوم شوی دی.

په بیلاروس کې د اګسټ د نهمې د ولسمشرۍ د لانجمنو ټاکنو وروسته په دې هېواد کې اعتراضونه دوام لري.

معترضان له قدرته د الکساندر لوکاشینکا د لرې کیدو او د ټاکنو د بیا ترسره کېدو غوښتنه کوي.