ملګري ملتونه: افغانان دې پخلاینې ته د ژمنې په روحیه مذاکرات پیل کړي

انټونیو ګوټیریش

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت یوناما وايي، د دې سازمان سرمنشي انټونیو ګوټیریش امنیت شورا ته په خپل وروستي راپور کې له ټولو افغان خواوو غوښتي چې پخلاینې ته د ژمنې په روحیه د سولې خبرې پیل کړي.

ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د یوناما په درې میاشتني راپور خبرې وکړي.

یوناما نن پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې د افغانستان په اړه په خپل راپور کې یې د سولې ټولشموله پروسه د دایمي حللارې تر ټولو ښه هیله بللې ده.

د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ او د امنیت شورا له پرېکړو سره سم سرمنشي په هرو درو میاشتو کې د افغانستان د انکشافاتو په اړه امنیت شورا ته راپور وړاندې کوي.