صالح: د سیلاب ځپلو ویجاړ شوي تاسیسات بیا رغول کېږي

میدان وردګو کې د سیلابونو له امله ویجاړې شوې ودانۍ

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، له سیلاب ځپلو سره له لومړنیو او بېړنیو مرستو وروسته به ویجاړ شوي تاسیسات بیا ورغول شي.

امرالله صالح دا خبره له وروستیو سختو سيلابونو وروسته وکړه، چې په څو ولایتونو کې یې مرګ ژوبلې او تاوانونه پېښ کړل.

دغو سیلابونو تر ټولو زیاتې مرګ ژوبلې او تاوانونه په پروان ولایت کې واړول.

د ولسمشر لومړی مرستیال پر خپله ټویټرپاڼه د سېل ځپلیو سیمو اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی چې ویجاړې شوې ودانۍ به بېرته ابادې شي.

صالح همداراز ویلي چې د پروان د کانال یا اوبلارې د پاکولو او بیارغولو کار په چټکه روان دی.