افغان او فرانسوي چارواکو د طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه خبرې کړي

ښي لور ته د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان او چپ لور ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه خبرې کړي دي.

په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

محمد حنیف اتمر او ژان ایو لودریان تېر ماښام ټیلیفوني خبرې کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد نن سهار آزادي راډیو ته وویل: "د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې پروسې او مذاکراتو په برخه کې د خپل هېواد د ملاتړ په اړه ډاډ ورکړ."

فرانسې په دې وروستیو کې د افغان حکومت لخوا د یو شمېر طالب بندیانو پر خوشې کولو مخالفت ښودلی وو او غوښتي یې وو، هغه بندیان باید خوشې نه شي چې د پاریس په خبره د فرانسوي وګړو په وژنه کې لاس لري.