محمد اشرف غني: سوله په قدرت د سیاسي معاملې په معنی نه‌ده

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ورسره چارواکي د کابل په دشت برچي کې د عاشورا په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ګډون پر مهال.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هغه دوره پای ته رسېدلې چې یوه کوچنۍ ډله د هر څه واکداره وه.

ښاغلی غني زیاتوي، سوله د افغانانو هغه غوښتنه ده چې جګړه او تاوتریخوالي په‌کې پای ته ورسېږي.

ولسمشر چې نن یکشنبه‌یې د کابل په دشت برچي کې د عاشورا په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته وینا کوله وویل، جمهوریت د ټولو افغانانو نظام دی او کولای شي چې هر څه جذب کړي.

ولسمشر د سولې روان بهیر ته هم اشاره وکړه او ویې‌ویل، سوله په قدرت د سیاسي معاملې په معنی نه‌ده

محمد اشرف غني

ښاغلی غني زیاتوي: "هیله مې دا ده چې له سولې مه‌وېرېږئ، ځکه سوله په قدرت د سیاسي معاملې په معنی نه‌ده. د سولې معنی ته د افغانانو له نظر وګورئ. د افغانستان هره ښځه او سړی څه غواړي، په تل‌پاتې ډول د تاوتریخوالي پای."

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح بیا د سولې روان بهیر په اړه د خلکو اندېښنو ته په ځواب کې وايي، هغه لاسته راوړنې چې په وروستیو کې ترلاسه شوي، څه نه‌دي چې له لاسه ووځي.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش هم له جمهوري نظام ننګه کوي او له طالبانو غواړي چې له افغانانو سره د خبرو د پیل لپاره چمتو شي.

ښاغلی دانش اماراتي نظام کارنده نه‌بولي.

سرور دانش

ښاغلی دانش وايي: "با عزته سوله یوه قوي دولت او واحد ملت ته اړتیا لري، اماراتي نظام نه قوي دولت جوړولای شي او نه هم واحد ملت."

خو د کابل په لوېدیځ کې د عاشورا په دوو نورو جوړو شویو مراسمو کې یو شمېر سیاسیون د سولې په پروسه کې د ټولو اړخونو په ګډون د ټینګار ترڅنګ ځیني وړاندیزونه لري.

محمد محقق چې ارګ‌یې د ملي روغې جوړې شورا په نوملړ کې نوم د غړي په توګه یاد کړی، له طالبانو سره په خبرو کې یو شمېر موضوعات د سرو کرښو په توکه یادوي او ترې ننګه کوي.

ښاغلی محقق وایي: "موږ سوله کوو، د دواړو لورو پلاوي دې ولاړ شي، پر هغو مسایلو دې چې په منځ کې دي خبرې وکړي، ولې هغه څه چې زموږ لپاره سرې کرښې دي، جمهوري اسلامي نظام دی چې ترې نه‌تېرېږو. بله موضوع مو هم اساسي قانون دی."

محمد محقق

په افغانستان کې د عاشورا مراسم یاد داسې مهال تازه کېږي چې افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره خپل پلاوی اعلان کړی او تازه‌یې د ملي روغې جوړې تشکیلات هم اعلان کړل.

په ښکاره د افغانستان د نظام په اړه د سیاسیونو او حکومت دریځ داسې مهال مطرح کېږي چې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي مشر عباس ستانکزي ویلي، د سولې په خبرو کې به‌یې یوه موضوع د نظام بدلون وي.