نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۲۵ میلیونو واوښتې

ارشیف، امریکا کې په کرونا ویروس اخته ناروغ

د نړۍ په سطحه د کرونا ویروس مثبتې پېښې نن یکشنبه تر ۲۵ میلیونو واوښتې.

د خبري اژانسونو په حواله، د دغه ویروس مثبتې پېښې په هندوستان کې په زیاتېدو دي.

هندوستان چې د وګړو د شمېر له مخې د نړۍ په سطحه په دوهم کتار کې راځي، په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس نږدې ۷۸ زره ۷۶۱ مثبتې پېښې ثبت کړي چې بې‌سارې ګڼل کېږي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېر له مخې، په نړۍ کې په کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د مړو شمېر تر اتو لکو او ۴۰ زرو اوښتی دی.