کندهار کې به سږکال د انارو حاصلات ۱۰ سلنه ډېر شي

ارشیف

سږکال به د کندهار ولایت د انارو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله ۱۰ سلنه ډېر شي.

افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت ویاند اکبر رستمي د یکشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، سږکال به د دغه ولایت د انارو حاصلات ۱۹۰ زرو ټنوته ورسیږي.

د ښاغلي رستمي د معلوماتو له مخې، تېرکال د کندهار د انارو حاصلات څه باندې ۱۷۰ زره ټنه وو.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د دغه ولایت د انارو د حاصلاتو د زیاتېدو لامل، د انارو د نویو باغونو جوړول، د دغو باغونو پالل او د نباتي افتونو پر ضد موثره مبارزه ده.

خو د کندهار باغ لرونکي وايي، که د مېوو لپاره سړې خونې ولري او صادراتو ته‌یې زمینه برابره شي، دوې به نور هم وهڅیږي چې د انارو د حاصلاتو زیاتولو ته هلې ځلې پراخې کړي.

د افغانستان انار تر ډېره ځایه پاکستان، هندوستان، عربي هېوادونو او داسې نورو ته صادریږي.