چارواکي: سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره میلیونونه افغانۍ ځانګړې شوې

میدان وردګو کې سیلابونو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي.

په افغانستان کې د طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سیلاب ځپلو سره میلیونونه افغانۍ مرسته ځانګړې شوې.

د دې وزارت مرسیتال محمد قاسم حیدري نن ازادي راډیو ته وويل، دغه ځانګړې شوې مرسته د هغه څه باندې دوه سوه میلیونه افغانیو بیلې اضافه پېسې دي چې سیلاب ځپلو ته ځانګړې شوې وې.

ښاغلي حیدري وویل د ولسمشر د حکم پر اساس دا مرستې ځینو ولایتونو ته رسېدلي دي.

هغه زیاته کړه: "تر دا مهاله پروان ولایت ته اته میلیونه، پنجشیر ولایت ته ۳،۵ میلیونه او لوګر ته ۳،۵ میلیونه افغانۍ انتقال شوي دي، د اړتیا په صورت کې به دې ولایتونو ته نورې پیسې هم ولېږل شي."

د افغان چارواکو په خبره له دغو سیلاب ځپلو سره د ملي او نړیوالو خیریه موسسو د مرستو لړۍ هم روانه ده.

تر اوسه د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سختو سیلابونو له کبله ۱۵۵ کسان مړه او ۱۶۸ نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي، په دې سیلابونو کې ۱۲۹۰ کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د ورسیتو سیلابونو څخه یو شمېر زیانمن شوي کسان، حکومت ددغو مرستو د ویش په برخه کې په نا انډولۍ تورنوي.