زابل کې ماین چاودنې د ماشومانو په ګډون ۳ ملکي وګړي ووژل

ارشیف

په زابل کې د سړک غاړي ماین چاودنې د ماشومانو په ګډون درې ملکي وګړي ووژل.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال رسنیو ته په یوه پیغام کې وویل چې دا پېښه نن سهار د شاه جوی ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې ده.

هغه زیاته کړه: "په دې چاودنه کې د دوو ماشومانو په ګډون درې کسه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي چې یوه یې مېرمن ده."

تر اوسه د دې پېښې مسئولیت چا نه دی منلی، خو ښاغلي سیال وسله وال طالبان په دې پېښه کې په لاس لرلو تورن کړل.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ماینونو چاودنې ډېرې شوي چې هم پوځیان او هم یې له ملکي وګړو قربانۍ اخستي دي.