د ننګرهار چارواکي:خوګیاڼو کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي

د جلال اباد ښار یوه څنډه

د ننګرهار چارواکي وایي، په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ۶ وسله وال طالبان او دوه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر ازادي راډيو ته په رااستولي پیغام کې ویلي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ په مېرزاخېلو سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو پر یوې پوستې برید وکړ چې په ترڅ کې یې ۲ پاڅونکوونکي ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

خوګیاڼي زیاته کړه چې له برید وروسته د دواړو خواو ترمنځ نښته رامنځته شوه چې په کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي او جسدوه یې په سیمه کې پاتې دي.

اخوا وسله والو طالبانو ویلي چې د خوګیاڼو په برید کې یې یوه پوسته له منځه وړې، ۱۳پولیس یې وژلي، دوه یې ټپیان کړي او درې پولیس یې ژوندي نیولي دي.

خو ځایي چارواکو بیا د طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ په همدغې ولسوالۍ کې د یوه ځای پرځاي ماین چاودنې یو پلار او د هغه اته کلن ځوی ووژلي وو.