د فرانسې ولسمشر: وخت‌یې رارسېدلی چې طالبان اوربند اعلان کړي

امانوئل مکرون

د فرانسې ولسمشر ویلي، وخت‌یې رارسېدلی چې طالبان اوربند اعلان کړي او د سولې لپاره کړې ژمنې عملي کړي.

د افغانستان او فرانسې ولسمشرانو پرون (د اګسټ په ۲۸مه) ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د ارګ د خبرپاڼې په حواله، محمد اشرف غني او امانوئل مکرون په افغانستان کې د سولې پر بهیر او د افغانستان د حکومت له زندانونو د طالبانو د پاتې بندیانو د خوشې کېدو په اړه غږېدلي دي.

د هغوی د خبرو نور جزئیات نه‌دي څرګند شوي.

په خبرپاڼه کې د امانوئل مکرون په حواله لیکل شوي چې د افغانستان دولت د سولې د خبرو د پیل لپاره خپل ټولې ژمنې پر ځای کړې او اوس د طالبانو وار دی چې د اوربند له اعلانولو سره سولې ته خپل تعهد پر ځای کړي.