وروسته له دې چې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا په راتلونکې اوونۍ کې د بینالافغاني خبرو د احتمالي پیلېدو په اړه خبر ورکړ، طالبانو ویلي چې د سپټمبر په لومړیو کې له افغان چارواکو سره خبرې په پام کې نهدي نیول شوي.
د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شېر محمد عباس ستانکزي تېر ماښام روېټرز خبري اژانس ته وویل چې د سپټمبر په لومړیو کې له افغان چارواکو سره د سولې هېڅ ډول خبرې نهدي پلان شوي.
په همدې حال کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دې ډلې له وړاندې ویلي وو چې دوی به هغه مهال خبرې پیلوي چې پاته ټول طالب بندیان د حکومت له لوري خوشې شي.
شاهین زیاتوي چې دا خبرې د طالبانو لهخوا نه، بلکې د حکومت لهخوا ځنډنۍ کېږي.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر د پنجشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې له طالبانو سره د سولې خبرې به احتمالاً راتلونکې اوونۍ پیل شي.
عبدالله عبدالله: بینالافغاني خبرې به راتلونکې اوونۍ پیل شي
بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل پر وړاندې ډېری خنډونه لیرې شوي او د حل لارې د موندلو لپاره هڅې روانې دي.
محمد حنیف اتمر په یوه بحث کې چې د امریکا د سولې انسټټیوټ په کوربهتوب جوړ شوی وو او په ژوندۍ بڼه د دغه انسټټیوټ پر ټویټر خپرېده، د سولې خبرو پیل او پاته زندانیانو ته په اشارې وویل: "البته هغه شرایط چې لویې جرګې ایښي وو، موږ پوهېږو چې ټولهیې د خبرو په پیلېدو سره نه پوره کېږي، خو موږ هوډ لرو چې هغه شرایط د خبرو په ترڅ کې پوره شي. یوه اساسي موضوع دا ده چې د طالب بندیانو د وروستۍ ډلې په خوشې کېدو سره د راتلونکې اوونۍ تر پایه به د خوشې شویو طالبانو شمېر ۵،۶۰۰ ته ورسېږي. طالبان باید د جګړو ډګر ته د دغو طالبانو د بیا نهورتلو په اړه د خپلو ژمنو درناوی وکړي. دا یو لوی شمېر دی او خطرناکه کسان دي."
Afghan Acting Foreign Minister Mohammed Haneef Atmar says that there will not be an acceptable end state without respect for the will of the Afghan people. #AfghanPeace https://t.co/uG5iZnCdY1
— U.S. Institute of Peace (@USIP) August 27, 2020
د افغانستان مشورتي لویې جرګې تېره میاشت په ۲۵ مادهیي پرېکړهلیک کې د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو پر خوشې کېدو موافقه وکړه.
تر هغه وروسته د افغانستان ولسمشر د یادو بندیانو د خوشې کېدو حکم لاسلیک کړ، خو ۸۰ تنه طالب بندیان خوشې او ۳۲۰ نور یې په زندان کې پاته شو.
یو شمېر لوېدیځو هېوادونو لکه فرانسې د دغو بندیانو له خوشې کېدو سره مخالفت وکړ. فرانسې د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل، هغه طالب بندیان خوشې نهکړي چې د پاریس په خبره د فرانسوي وګړو په وژلو کې لاس لري.
ښاغلي اتمر په پرونیو خبرو کې د کوم هېواد نوم یاد نهکړ، خو ویېویل چې د افغانستان یو شمېر نړیوال متحدین د طالبانو د خوشې کېدو په اړه اندېښنه لري او په عین وخت کې د ده په وینا هغه هېوادونه د سولې بیه او اهمیت هم درکولای شي.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د ټیلیفوني خبرو یوه ورځ وروسته وویل چې د سولې خبري به احتمالاً راتلونکې اوونۍ پیل شي.
دغو دوو چارواکو وروسته له هغه خبرې وکړې چې د طالبانو د سیاسي دفتر یوه پلاوي د اسلاماباد په بلنه پاکستان ته ولاړ او د هغه هېواد له چارواکو سرهیې خبرې وکړې.
د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د توافق له مخې تمه وه چې بینالافغاني خبرې د مارچ پر ۱۰مه پیل شوې وی، خو ظاهراً د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو په تبادله کې ځنډ د دې خبرو د پیلېدو مخه نیولې ده.