عبدالله عبدالله: طالبانو سره به د سولې خبرې راتلونکې اوونۍ پیل شي

د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، له طالبانو سره به د سولې خبرې راتلونکې اوونۍ پیل شي.

عبدالله دا خبره نن په یوه غونډه کې وکړه، خو د خبرو د پیل دقیقه نېټه‌یې ونه ښوده.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

عبدالله عبدالله دا خبره یوه ورځ وروسته له دې وکړه چې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره‌یې ټیلیفوني خبرې وکړې.

د افغانستان د سولې خبرې چې د امریکا او طالبانو د قطر د موافقې پر اساس باید د مارچ په ۱۰مه شوې وی، د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د خلاصون پر سر ځنډېدلي دي.