نړۍ کې څه باندې ۴۶۰ میلیونه ماشومان انلاین زده‌کړو نه پاتې شوي

ارشیف

په نړۍ کې څه باندې ۴۶۰ میلیونه ماشومان د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د ښوونځیو د بندېدو له کبله له مجازي یا انلاین زده‌کړو پاتې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونېسف ویلي چې د کرونا ویروس د خپرېدو په اوج کې بندیزونو په نړۍ کې پر کابو یو نیم میلیارد کم عمره زده‌کوونکو اغېز کړی دی.

یونېسف نن همداراز ویلي چې دا معلومات‌یې له ۱۰۰ هېوادونو څخه راټول کړي دي.

د دې ادارې په خبرپاڼه کې د ماشومانو د زده‌کړې په برخه کې په هېوادونو کې د کمسارې ناانډولۍ یادونه هم شوې او راغلي چې په افریقا کې تر بل هر ځای زده‌کوونکي ډېر اغېزمن شوې دي.