ولسمشر غني د ملي دسترخوان مالي سند لاسلیک کړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د ملي دسترخوان د مالي سند له لاسلیکېدو وروسته د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي، څلور نیم ملیونه کورنۍ به د ملي دسترخوان په پروګرام کې شاملې شي.

د ملي دسترخوان مالي سند نن وروسته له دې لاسلیک شو چې ولسي جرګې ورسره مخالفت کړی و.

ولسمشر وویل دا پروګرام به په دوو پړاوونو کې عملي شي.

ښاغلی غني زیاتوي: "په لومړي پړاو کې په ۱۲۳ ولسوالیو او په دوهم پړاو کې په ۲۳۵ ولسوالیو کې، ۱۴ ښارونو او د ۱۹ ولایتونو په مرکزونو کې تطبیق کېږي."

د ملي دسترخوان څو سوه میلیون ډالري پروګرام د نړیوال بانک له لوري تطبیق کېږي.

د ولسمشر غني په وینا د دې پروګرام اصلي هدف د کرونا ویروس د خپرېدو په لړ کې له محتاجو کورنیو سره مرسته ده.