ایران کې افغانانو ته د برېښنایي تذکرو او پاسپورټونو وېش پیل شو

الکترونیکي تذکره

په ایران کې مېشتو افغانانو ته د برېښنایي تذکرو او الکترونیکي پاسپورټونو د وېش لړۍ پېل شوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له دې سره به افغانان په ایران کې خپلو حقونو او امتیازاتو ته ښه لاسرسی پیدا کړي.

وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له دې ګام سره به افغانان زده‌کړې، روغتیایي خدمتونو، بیمې، کار او نورو اړوندو چارو ته قانوني لاره پیدا کړي.

د تذکرو او پاسپورټونو د ښه وېش لپاره پرون د افغانستان د بهرنیو او کډوالو چارو وزارتونو او احصائیې ملي ادارې ترمنځ هوکړه هم لاسلیک شوه.