بیلاروس کې له لیکوالې 'سویتلانا الکسییویچ' څېړنې کېږي

سویتلانا الکسییویچ

په بیلاروس کې به چارواکي نن د اګست په ۲۶مه له لیکوالې سویتلانا الکسییویچ څخه پوښتنې وکړي.

په بیلاروس کې د مستبد رژیم چارواکو د حکومت پر مخالفانو بندیزونه زیات کړي دي.

سویتلانا الکسیویچ د بیلاروس ډېره پېژندل شوې لیکواله او د نوبل د ادبیاتو د جایزې ګټونکې ده.

هغې په وروستیو کې د حکومت د پلویانو مظاهره چیانو په ملاتړ کې خبرې کړې وې.

هغه نن د څېړنو کمېټې ته ور بلل شوې ده.

تردې دوې ورځې مخکې، د اپوزیسیون د همغږۍ د شورا دوه پېژندل شوي غړي د مظاهرو د تنظیم په جرم زنداني شول.

په بیلاروس کې زرګونه کسان د اګست له لسمې راهیسې د لوکاشینکا د ۲۶ کلنې واکمنۍ پر ضد مظاهرې کوي.

په بیلاروس کې د اګست په نهمه د جمهوري ریاست انتخابات وشول او الکساندر لوکاشینکا ګټونکی وبلل شو خو خلکو یې پایله نه ده منلې او وايي چې په ټاکنوکې درغلي شوې ده.