خوست کې غازي اوونیز له ۱۰۰ کالو وروسته بیا خپره شوه

خوست کې غازي اوونیزه د ولایت مقام له لوري چاپ شوه

په خوست کې له ۱۰۰ کالو وروسته غازي اوونیزه چې د امان‌الله خان د واکمنۍ پر مهال له خوست خپرېده، یو ځل بیا د مهالنۍ په ډول د ولایت مقام له لوري چاپ شوه.

تر دې دمه د دې مهالنۍ درې ګڼې چاپ شوي.

د مسؤلینو په خبره غازي مهالنۍ، د رسمي بودجې او تشکیل د کمښت له امله اوونیزه نه‌چاپېږي.

د دوی په خبره، په نویو خپرېدونکو ګڼو کې به د اماني فکر او کړنو ترڅنګ د ولایت مقام لاسته راوړنې او د لیکوالانو لیکنې او تحلیلونه هم چاپ شي.

د خوست ولایت مقام ویاند او د غازي مهالنۍ مسؤل مدیر طالب منګل ازادي راډیو ته وویل: "د تشکیل کمښت شته، بله دا چې رسمي بودجه نه‌لرو او دا مهالنۍ د والي صیب په مالي ملاتړ چاپېږي، خو که دا ستونزې هوارې شي، نو موږ به لومړی د غازي مهالنۍ د اوونیزې او بیا به د ورځپاڼې په دول چاپ کړو."

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، نږدې ۷۰ چاپي رسنۍ له دوی سره ثبت دي، خو دا مهال له دغه ولایته یوازې ۶ چاپي رسنۍ هغه هم په غیر منظم ډول خپرېږي.

د اطلاعاتو امر محمد زمان نظري وایي، دوی د چاپي رسنیو د پراختیا لپاره هڅې کوي.