امریکا کې جمهوري غوښتونکو د کډوالو او کرونا ویروس په اړه بحثونه کړي

ډونالډ ټرمپ

په امریکا کې د ولسمشرۍ د ټاکنیزو هلو ځلو په لړ کې تېره شپه د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمهوریپال ګوند غونډه جوړه شوه.

دا د جمهوریپالو یا جمهوري غوښتونکو دوهمه غونډه ده او په لړ کې یې په امریکا کې د کډوالو او کرونا وبا په شمول پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمهوریپالو د ملي راټولېدنې په دوهمه شپه مخکښ او مرکزي شخصیت و.

د اګست د پنځه ویشتمې شپې موضوع د «فرصتونو خاوره» وه او د دې غونډې د ویناوالو لهجه تر لومړنۍ شپې چې پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن او ډیموکراتانو ته په کې خبرداري ورکړل شول، ډېره مثبته وه.

په دې مراسمو کې د امریکا لومړۍ مېرمن امریکایانو ته وویل چې ولسمشر به د دوی او د دوی د کورنیو لپاره له هلوځلو لاس وانخلي.

ملینا ټرمپ د کرونا ویروس په اړه هم خبرې وکړې چې د ښاغلي ټرمپ د دې دورې په کمپاینونو کې کمزوری ټکی ګڼل کېږي.

جمهوري غوښتونکو یاده غونډه "د امکاناتو خاوره" تر نوم لاندې جوړه کړې وه.

د امریکا د ولسمشر مېرمنې هڅه وکړه چې د خپل مېړه د کاندیدۍ مسئله د امریکا خلکو ته را مخکې کړي او د هغه لپاره د خلکو ملاتړ وغواړي.

ملینا ټرمپ

هغې د سپینې ماڼۍ په روز ګارډن کې په ځانګړو مراسمو کې امریکایان وته وویل: "ډانلد داسې سړی دی چې په هرکار کې زما ملاتړ کوي، زه او زما کورنۍ له تاسو ډېره مننه کوو چې پر هغه باور کوئ چې ستاسو ولسمشر وي، موږ ته به د ویاړ خبره وي چې دې فوق العاده هېواد ته څلور نور کلونه هم خدمت وکړو."

ملینا وویل، غواړي چې دا حقیقت ومني چې د مارچ له میاشتې را په دې خوا د دوی ژوند په بد ډول بدل شوی.

نوموړې پر امریکا د کرونا ویروس د اغېز یادونه وکړه او له هغو کسانو سره یې ژوره خواخوږي څرګنده کړه چې عزیزان یې د دې ویروس له کبله مړه شوي دي.

ملینا ټرمپ دا هم وویل چې د ټرمپ په مشرۍ حکومت به له کرونا سره مبارزه تر هغو بس نه کړي چې د هر چا لپاره د دې وبا په وړاندې تداوي یا واکسین نه وي پیدا شوي.

حاضر دمه په نړۍ کې د کرونا تر ټولو ډېرې پېښې په امریکا کې ثبت شوي دي.

په متحدو ایالتونو کې لږترلږه ۵ میلیونه او ۷ لکه تنه په کرونا ویروس اخته شوي او یولکو ۷۵ زره نور ورڅخه مړه شوي دي.

دې وبا د امریکا اقتصاد ته هم سخت زیان اړولی دی.

ډیموکراتانو، چې تېره اوونۍ مجازي غونډه ترتیب کړې وه، په دې تمرکز وکړ چې څرنګه امریکایان د ټرمپ د حکومت د پالیسیو او د ده د مشرتابه د ناکامۍ له کبله زیانمن شوي دي.

ټرمپ چې د ډیموکراتانو له لوري د کډوالۍ د پالیسیو په خاطر غندل شوی، د تېرې شپې په غونډه کې په یوه ویډو کې وښودل شو چې په یو لړ مراسمو کې، چې ۵ تنو ته د امریکا تابعیت ورکول کېږي، حاضر دی.

جوبایډن

خو د ده د سیال جوبایډن د لاتینې امریکا د رسنیو ريیسې جینیفر مولینا وویل چې دا هسې خوشې هڅې دي او کډوال به د ټرمپ ناکامۍ هېرې نه کړي.