اسیا زړه کنفرانس پر افغان سوله او کرونا ویروس سره مبارزې خبرې وکړې

د اسیا زړه د استانبول پروسې کې لوړ پوړو چارواکو ویډیو کنفرانس له لارې ناسته جوړه کړې

د اسیا زړه د استانبول پروسې کنفرانس د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون د اګسټ په ۲۵مه په افغانستان کې له کرونا ویروس سره د مبارزې او د سولې د مذاکرو د پيل لپاره پر روانو هڅو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې په دې اړه لیکل شوي چې دا خبرې د وېډیو کنفرانس له لارې وشوې.

په غونډه کې ګډونوالو ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې د بهیر د بریالیتوب او له کرونا ویروس سره د بریالۍ مبارزې لپاره د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا ده.

د اسیا زړه د استانبول پروسې کنفرانس د ۲۰۱۱ میلادي کال د نومبر په میاشت کې له ترکیې پيل شو چې هدف‌یې په افغانستان کې پر روانو حالاتو د سیمې د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د بحث او خبرو لپاره د زمینې برابرول دی.

په دې کې ۱۵ هېوادونه غړي دي، ۱۷ هېوادونه او ۱۲ نړیوال سازمانونه‌یې له لیرې ملاتړ کوي.