پروان کې د سېلابونو له امله د وژل شویو خلکو شمېر ۷۲ ته زیات شو

پروان کې د سیلاب زیانونه

د افغانستان پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې په پروان کې د سېلابونو له امله ۷۲ تنه مړه شوي او ۱۰۰ نور ټپیان دي.

د دغه وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي نن ازادي راډیو ته وویل چې د تېرې ورځې په سېلابونو کې په ننګرهار کې دوه او په میدان وردګو کې هم دوه تنه مړه شوي.

په ورته وخت کې د میدان وردګو ولایتي شورا مرستیال شریف‌الله هوتک ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله پنځه تنه مړه شوي دي.

تېره ورځ په پروان، کاپیسا، پنجشېر، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې له درنو ورښتونو وروسته سېلابونه راوتلي.

د افغانستان پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت یاند وايي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغو سېلابونو کې شااوخوا ۳۰۰ کورونه، ۲۰۰ متره استنادي دېوالونه، ۱۰۰ متره سړک، ۱۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوي دي.

احمد تمیم عظیمي وايي چې سېلاب ځپلو سیمو ته‌یې د ژغورنې ټیمونه او د بېړنیو مرستو ډلې استولي.

په ورته وخت کې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې ممکن په راتلونکو څو ورځو کې د کابل په ګډون په ننګرهار، کونړ، نورستان، پکتیا، لوګر، خوست، پروان، کاپیسا او میدان وردګ ولایتونو په ځینو سیمو کې سخت بارانونه وشي چې سېلابونه به هم راووځي.

دغه اداره خلکو ته سپارښتنې کوي، په هغو ځایونو کې چې د سېلابونو د راوتلو احمتال شته خپل کورونه امن ځایونو ته انتقال کړي.