صالحي: د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې ادارې مشر سره‌ خبرې ګټورې وې

(ښی) رافایل ګروسي (کین) علي اکبر صالحي

د ایران د اټمي چارو ستر مرکچي علي اکبر صالحي وایي چې د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې د ادارې له مشر سره‌یې خبرې ګټورې وې.

هغه دا خبرې وروسته تر دې وکړې چې د دې ادارې له مشر رافایل ګروسي سره‌یې په ایران کې وکتل. ګروسي د دې لپاره ایران ته تللی چې تهران د ملګرو ملتونو څارونکو ته اجازه ورکړي چې دوو پخوانیو اټمي مشکوکو ځایونو ته لاسرسی ولري.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې صالحي وویل چې په دې خبرو کې موافقه وشوه چې دغه اداره به په خپلواکه او مسلکي توګه خپل مسؤلیتونه پر ځای کوي او ایران به هم پر ټولو قانوني ژمنو عمل کوي.

د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې د ادارې مشر داسې مهال له ایرانه کتنه کوي چې متحده ایالاتو تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا فشار راوست چې پر تهران بېرته هغه بندیزونه ولګوي چې د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون له مخې یې ځنډولي و.