کورنیو چارو وزارت: د کرام‌الدین کریم د نیولو لپاره مشورې ته اړتیا نه‌شته

کرام الدین کریم

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د لویې څارنوالۍ د حکم پر بنسټ کرام‌الدین کریم تورن دی او د نیول کېدو په برخه کې یې مشورې ته اړتیا نه‌شته.

د دې وزارت ویاند وايي، د ښاغلي کریم د نیول کېدو په تړاو د افغان امنیتي ځواکونو هڅې روانې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د قانون پر وړاندې د تورن کس نیول کېدل مشورې ته اړتیا نه لري.

تېره ورځ د پنجشیر د والي مرستیال محمد امین صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې د ښاغلي کریم د نیول کېدو په تړاو له دوی سره همغږي او مشوره نه ده شوې.

اوس د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، د لویې څارنوالۍ په غوښتنه به کرام الدین کریم ونیول شي.

هغه زیاتوي: "د قانونو د پلې کېدو په برخه کې د هېڅ چا مشورې ته اړتیا نشته او د دې کس د نیول کېدو په برخه کې د لویې څارنوالۍ حکم شته، د افغانستان پولیس د قانون نافذین دي، د قانون د تطبیق په برخه کې د افغانستان پولیس مشورې ته اړتیا نه لري."

د ښاغلي ارین په خبره، تېره ورځ هم عملیات نه دي ناکام شوي بلکې کرام الدین کریم په سیمه کې نه و.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

په ورته وخت ک کې بېګا ناوخته د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپل فیسبوک پاڼه ولیکل چې د کورنیو چارو وزارت ته یې امر کړی چې د پنجشیر ولایت سیمه ییز چارواکي د دې پېښې د لا وضاحت لپاره کابل ته راوغواړي.

اوس پوښتنه دا ده سره له دې چې د پنجشیر ولایت سیمه ییز چارواکي د دې عملیاتو په اړه بې خبري ښي، لومړی معاونیت او کورنیو چارو وزارت له دوی څخه د کومو مواردو وضاحت غواړي؟

موږ دغه پوښتنه د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، لومړی معاونیت او کورنیو چارو وزارت سره شریکه کړه خو چا یې په اړه ځواب رانه کړ.

خو د پنجشیر ولایت امنیه قومندان عبدالواسیع فراجي د چهارشنبې په ماسپښین ازادي راډيو ته وویل چې د کابل په لاره دی او په دې اړه به وروسته معلومات شریک کړي.

هغه زیاته کړه: "ما په دې اړه د کورنیو چارو وزیر سره خبرې کړي او موږ د قانون تابع یو، موږ پولیس یو، د قانون تر امر لاندې ژوند کوو، هغه مقرارت چې د کورنیو چارو وزارت دي هغه په ځان تطبیق کوو، زه اوس په لاره یم له پنجشیر کابل ته روان یم او غواړم له وزیر صیب سره وګورم چې هرڅه و بیا زه ستاسو په خدمت کې."

د فوټبال نړیوال فدراسیون اخلاقي کمېټې( فیفا)، د تېر کال په جون میاشت کې پر کرام الدین کریم تور پورې کړ چې په فرانسه کې يې د نړیوال جام سیالیو پر مهال د افغان فوټبال ښځینه لوبغاړې په جنسي توګه ځورولي.

هغه مهال یو شمېر رسنیو راپورونه وکړل چې ښاغلي کریم د فوټبال پر یوې ښځینه لوبغاړې تر جنسي تېري وروسته، هغه او کورنۍ يې د چپ نه‌پاتې کېدو په صورت کې په مرګ هم ګواښلي وه.

خو ښاغلي کریم بیا دا تورونه بې‌بنسټه بللي.