وسله‌والو کابل کې د سینما لوبغاړې 'صبا سحر' ټپي کړې

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې موټر یې پر مرمیو سوری سوری شوی دی. 

د افغانستان د تیاتر او سینما یوه مشهوره ممثله صبا سحر نن د کابل په کارتې نو سیمه کې په یوه وسله‌وال برید کې ټپي شوه.

د هغې د کورنۍ خپلوانو ویلي چې پر مېرمن سحر نن سهار چې له کوره کار ته روانه وه، وسله‌وال برید وشو چې په‌کې دا، یو ساتونکی او موټر چلوونکی یې ټپیان شول.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز دغه پېښه تأییدوي ازادي راډیو ته وايي چې پېښه د پولیسو تر څېړنې لاندې ده.

تر اوسه د دغه پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی.

صبا سحر د افغاني فلمونو لوبغاړې او د ځانګړو ځواکونو د جندر برخې په معاونیت کې دنده درلوده.