ولسمشر غني د افغانستان فواید عامې وزارت درې مرستیالان له دندو لیرې کړل

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان د فواید عامې وزارت وايي، د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د دې وزارت درې مرستیالان له دندو لیرې شوي دي.

د دې وزارت یو ویاند اشرف حق‌شناس نن ازادي راډیو ته وویل د دې کسانو د ګوښه کولو لامل روښانه نه‌دی او وروسته به‌یې په اړه جزئیات په ډاګه شي.

تر دې یوه ورځ مخکې د عامې روغتیا پخواني وزیر درې پخواني مرستیالان او یو اوسنی مرستیال د درغلیو په تور لویې څارنوالۍ ته پېژندل شوي وو.

د افغانستان حکومت د بازرس ادارې له‌خوا په یو بیان کې ویلي وو دا پخواني او اوسني چارواکي له دندو د ناوړه استفادې او د کرونا ویروس لپاره په بېلو شویو سرچینو کې د درغلیو په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي.

څارنوالۍ ته د څېړنو لپاره په معرفي شویو کسانو کې د روغتیا وزارت برحاله مرستیال وحید مجروح هم شامل دی. نوموړي نن ازادي راډیو سره خبرو کې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل. د عامې روغتیا پخواني وزیر فېروزالدین فېروز هم پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.