د سوداګرۍ خونې چارواکي: د غالیو صنعت مخ په رکود دی

ارشیف

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، په دغه هېواد کې د غالیو صنعت مخ په رکود دی.

د دغې خونې مرستیال محمد یونس مومند نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې وروستیو کې دغه صنعت زیانمن شوی او بازار یې خراب شوی، خو په خبره‌یې، دوی ژمن دي چې بېرته‌یې په خپلو پښو ودروي.

هغه زیاته کړه: "په هغه صورت کې چې د غالیو تولید کوونکي حاضر وي چې هېواد کې د غالۍ اوبدلو تولید شوی تار او وړۍ وپېري او خپل تولیداتو کې یې مصرف کړي او داخلي تار او وړۍ ته لومړیتوب ورکړل شي، له دې سره به داخلي تار وکارول شي او هم به د کورنیو غالیو تولید او صادرات زیانمن نه‌شي او بازار موندنه به هم وشي."

نوموړي وویل، تېره ورځ‌یې د غالیو د ټولنې له مسؤلینو سره هم خبرې کړي او د دوی ستونزې یې اورېدلې چې اړوندو چارواکو سره به‌یې شریک کړي.

ښاغلی مومند وايي چې د افغانستان غالۍ د نورو هېوادونو په نومونو په نړیوالو بازارونو کې پلورل کېږي او دغې چارې د افغاني غالیو باور سخت زیانمن کړی دی.

په ورته وخت کې د غالیو سوداګر وايي چې د افغانستان د قالینو صنعت هغه وخت د رکود له ګواښه ژغورل کېږي چې حکومت د دغه صنعت ملاتړ وکړي او په نړیوال بازار کې ورته بازار موندنه وکړي.

دوی د کرونا ویروس له امله د بازارونو قرنطین او د نړیوال مارکېټ نشتوالی د خپلو کارونو په وړاندې لوی خنډونه یاد کړل.