دنیا: د سولې په تاوده بازار کې پر یو او بل د تورونو لګول څه معنی لري؟ 

ورځپاڼه

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې پاکستان ته د طالب پلاوي سفر او د کرام‌الدین کریم د نیولو لپاره د عملیاتو په څرنګوالي لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې په افغانستان کې د یو شمېر هېوادونو نیابتي جګړې ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې ده.

وړاندې د سولې روانې پروسې ته اشاره شوې لیکل شوي چې یو شمېر هېوادونه غواړي چې له دغې پروسې سره لوبه وکړي او خپلې شخصي ګټې ترې واخلي.

سرمقاله لیکونکي د پاکستاني چارواکو هغو څرګندونو ته اشاره کړې چې په هند يې تور پورې کړی چې ګنې هند د افغانستان د سولې پروسې په وړاندې خنډونه جوړوي.

سرمقاله کې دا پوښتنه مطرح شوې چې د سولې په تاوده بازار کې پر یو او بل د تورونو لګول څه معنی لري؟

ورخپاڼه وړاندې لیکي، دا انګېرنه هم مطرح شوې چې هند او پاکستان یو د بل د تورنولو هڅه کوي چې د سولې په پروسه کې باج‌ګیري وکړي او خپلو موخو ته ځانونه ورسوي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې پاکستان ته د طالب پلاوي په سفر لیکنه کړې او ویلي، په داسې حال كې چې پاكستان د طالب ډلې د قطر دفتر مشر ملا برادر په شمول پر ګڼو طالب مشرانو او حقاني شبكه بنديزونه لګولي، خو بيا هم ملا برادر د خپل پلاوي په مشرۍ پاكستان ته غوښتل شوى.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا سفر به هرو مرو د پاكستان د پوځ او څارګرې ادارې له‌خوا پلان شوى او په خبره‌یې د طالب شتمنىو کنګل کېدو او د دې ډلې د مشرانو پر سفر د بندىز اوازه، هسې د پاكستان لوبه ده.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، پاكستان د ځان ژغورلو لپاره د بنديزونو اوازه اچولې، خو د ترهګرۍ او اورپكۍ پر مټ په افغانستان، سيمه او نړۍ كې به خپلو ګټو پاللو ته زور وركوي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې بیا د ځانګړو امنیتي ځواکونو له لوري په پنجشېر کې د کرام‌الدین کریم د نیولو په تړاو عملیاتو ته اشاره کړې لیکلي چې د ځمکې او هوا له لارې ځانګړو ځواکونو پر جنسي ځورونو د تورن کرام‌الدین کریم د نیونې هڅه وکړه، خو د سیمې د خلکو له مقاومت سره مخ شول او ان دا هم ویل شوي چې خلکو ځانګړي ځواکونه بې‌وسلې کړي دي، هغه څه چې چارواکو تر اوسه نه‌دي تأیید کړي.

ورځپاڼې وړاندې د افغان ځواکونو دغه عملیات ناکام بللي او دا ادعا هم شوې چې حکومت نه‌شي کولای چې په ټولو مجرمینو او تورنو قانون یو شان پلی کړي او له همدې امله ځیني واړه مجرمین په بند کې دي، خو لوی لا هم ازاد ګرځي.

ورځپاڼې پر حکومت تنده نیوکه کړې چې نه‌شي کولای تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې قانون یو ډول عملي کړي او په وینا یې له دې وروسته به نور کسان هم جرمونه کوي او بیا به له قانون څخه د خلاصون لپاره خپلې سیمې ته پناه وروړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، که خبره د خلکو له‌خوا د مقاومت او مزاحمت وي، بیا هم د توجیه وړ نه‌ده، ځکه په وینا یې چې عملیات باید داسې پلان او پټ وساتل شي، څو دا ډول ستونزې رامنځته نه‌شي.