فېروزالدین فېروز پر ځان او همکارانو د فساد لګول شوي تورونه رد کړل

د افغانستان د عامې روغتیا پخواني وزیر فیروزالدین فیروز

د افغانستان عامې روغتیا پخواني وزیر د کرونا وبا پر مهال پر ده او د وزارت په درېیو نورو چارواکو د فساد لګول شوي تورونه رد کړي دي.

فېروزالدین فېروز پرون دوشنبه وویل چې پر ده او همکارانو یې لګول شوي دا تورونه بې‌بنسټه دي.

ده زیاته کړه: "ایا له کرونا ویروس سره د مبارزې په سختو ورځو کې د صادقانه کار بدل همدا دی چې څارنوالۍ ته دې معرفي شم."

له دې وړاندې د جمهوري ریاست د پلټنې ادارې مطبوعاتي مسؤل فېروز بشري ویلي و چې فېروزالدین فېروز له درېیو پخوانیو او یوه برحاله معین سره یوځای څارنوالۍ ته معرفي شوي.

پر دغو چارواکو تور دی چې له دندو یې ناوړه ګټه اخیستې او د کرونا ویروس د مبارزې مالي سرچینې یې شخصي جېبونو ته اچولي.

د عامې روغتیا پخوانی وزیر ښاغلی فېروز د جوزا میاشتې په ۱۱مه له کوم فشار پرته له وزارته استعفا وکړه.