ارګ د پنجشېر مرستیال والي او امنیه قوماندان کابل ته راغوښتي

ولسمشرۍ ماڼۍ

ارګ د پنجشېر له مرستیال والي او امنیه قوماندان نه غوښتي چې د فوټبال فدراسیون د پخواني مشر کرام‌الدین کریم د نیولو په هدف د شویو عملیاتو جزئیات له خلکو سره شریک کړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي، د کورنیو چارو وزیر ته‌یې هدایت کړی چې دغه چارواکي کابل ته راوغواړي.

ښاغلي صالح لیکلي، کرام‌الدین کریم د عدلي فراریانو په لېست کې دی او د ده د نیولو سیاسي کول "هغو خلکو ته چې لویې ادعاوې لري" د شرم خبره ده.

ځانګړو ځواکونو وړمه شپه د بازارک سنګانې سیمه کې د کرام‌الدین کریم د نیولو لپاره عملیات وکړل چې بې‌نتیجې پای ته ورسېدل.

د دغو عملیاتو په غبرګون کې د سیمې شااوخوا ۲۰۰ کسانو چې اکثره‌یې وسله‌وال وو، اعتراض وکړ او هلته‌یې ځایي سرتېري دوه نیم ساعته کلابند کړي وو.

اعتراض کوونکو له افغان امنیتي ځواکونو سره ډزې هم تبادله کړي، خو د چا د ژوبلېدو خبر نه‌دی ورکړل شوی.