د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر ایران ته رسېدلی

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر ایران ته رسېدلی او د سفر هدف یې هم له دغه هېواد سره د اټومي فعالیتونو په برخه کې د همکاریو پیاوړي کول دي.

ټاکل شوې رافایل ګروسي نن او سبا د ایران له لوړپوړو چارواکو له هغې ډلې ولسمشر حسن روحاني او د اټومي انرژۍ له مشر علي اکبر صالحي سره وګوري.

ګروسي اته میاشتې وړاندې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر شو او له هغه راهیسې دا ایران ته د نوموړي لومړنی سفر دی.

دا سفر داسې مهال کېږي چې ایران لا هم په ویانا کې میشتې دغې ادارې ته د هغو دو سایټونو د کتنې اجازه نه ورکوي چې ګمان کېږي اټومي فعالیتونه به په کې کېږي.

بل لورته امریکا هم هڅه کوي چې پر ایران د ملګرو ملتونو بندیزونه بیا ولګوي.

ګراسي له دې سفره مخکې ویلي، هیله من دی چې له دې لیدو کتو سره به د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې پوښتنې حل او د مشکوکو سایټونو د لیدو فرصت برابر شي.