د کریم نیولو کې د افغان حکومت پر ناکامۍ د بشر حقونو څار سازمان انتقاد

کرام‌الدین کریم

د بشري حقونو څار سازمان د کرام‌الدین کریم په نیولو کې د افغان حکومت په ناکامۍ انتقاد کړی دی.

د دې سازمان د اسیا برخې مرستیالې پترېشیا ګاسمن له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل د کریم په نیولو کې د حکومت ناکامي دا پيغام رسوي چې دا حکومت د خلکو د ساتنې وس نه‌لري یا نه‌غواړي دا کار وکړي.

هغې زیاته کړه که حکومت د کریم په نیولو کې پاتې راغلی، نو څنګه د هغو لاسته راوړنو ساتنه کولای شي چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې کړي.

کرام‌الدین کریم د فوټبال فدراسیون مخکېنی مشر دی چې د فوټبال د نړیوال فدراسیون فیفا له‌خوا د افغان ښځينه فوټبالرانو په جنسي ځورونې تورن پېژندل شوی او افغان حکومت‌یې هم د نیولو امر کړی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني مشر کرام‌الدین کریم د نیولو لپاره بېګا په پنجشېرو کې عملیات وکړل چې بې‌نتیجې پای ته ورسېدل.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې هېڅوک له قانون نه‌شي تښتېدلی او حکومت د قانون په اجرا کولو مکلف دی.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن په یوه ټویټري پیغام کې ویلي چې ښاغلی کریم له یوې مودې راهیسې تر څار لاندې دی او افغان پوځیانو چې تېره شپه د هغه د نیولو لپاره عملیات وکړل دی په خپل ځای نه‌و.