'پنجشېر کې د سیمې وسله‌والو اوسېدونکو د کرام‌الدین کریم د نیول کېدو مخه ونیوله'

کرام‌الدین کریم

د فوټبال فدراسیون د پخواني مشر کرام‌الدین کریم د نیولو لپاره پنجشېر ولایت ته د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو لېږل شویو ځواکونو عملیات بې‌نتیجې پای ته ورسېدل او اوس په سیمه کې وضعیت عادي دی.

د پنجشېر سیمه‌ییز چارواکي وايي، پرته له دې چې لېږل شویو ځواکونو ته د سیمې د وسله‌والو له‌خوا کوم زیان ورسېږي، دغه ځواکونه د خاواک د کوتل او بغلان له لارې د کابل په لور وخوځېدل.

وروسته له هغې چې د شپې له‌خوا پوځي هلیکوپټر د سنګانه په سیمه کې چېرې چې د افغانستان د فوتبال فدراسیون پخوانی رئیس کرام‌الدین کریم اوسېږي، ځانګړي ځواکونه‌یې ښکته کړل، د سیمې لسګونه وسله‌والو پرې په بېلابېلو وسلو ډزې وکړې.

د پنجشېر مرستیال والي محمد امین صدیقي ازادي راډیو ته وویل: "تېره شپه د کورنیو چارو وزارت ځانکړو ځواکونو چې مشري یې د دغه وزارت د جنايي تحقیقاتو رئيس ښاغلي توتاخېل کوله، د پنجشېر په ولایت کې عملیات وکړل او ویل کېږي چې د کورنیو وزارت ځانګړي ځواکونو قوماندان هم په دغو ځواکونو کې موجود و، له موږ، زموږ له ځواکونو او زموږ له عدلي او قضايي بنسټونو سره‌یې هېڅ همغږي نه‌وه کړې. کوم ځواکونه چې کابل پورې اړه لرله، بېرته ستانه شول. اوس وضعیت تر کنټرول لاندې دی."

ارشیف، د پنجشېر سړک

د سیمې خلک د ښاغلي کریم د نیول کېدو د مخنیوي دلیل داسې ښيي چې د فساد کوونکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د حکومت پروګرام غیر متوازن دی.

د سیمې دوه اوسېدونکي روح‌الله سنګي او محمد ابرار وايي: "د پنجشېر خلک قانون مني، دغه خلک له یوه مجرم او خلاف‌کاره ملاتړ نه‌کوي، خو د مرکزي حکومت دوه اړخیزه چلند خلک اندېښمن کړي دي، په داسې حالاتو کې خلک غبرګون ښيي."

"یو بام او دوه هوا، یوه ته له زرګونه جنایتونو سره برائت او د ویاړنې مډال ورکول کېږي. د پنجشېر خلک خبر شول چې دولت د قانون په پلي کولو کې یو شان عمل نه‌کوي، ځکه‌یې د ننني حرکت مخه ونیوله. هغه وسله‌وال ځواک‌یې په پنجشېر کې وکاراوه، کولای شول د کابل په شمال کې چې خلک کډه کېدو ته اړ شوي هلته‌يې پرې امنیت ټینګ کړای وی. دولت د دې پر ځای چې ناامنه سیمه امن کړي، په خپلو لښکرو، امنه سیمه ناامنه کوي."

په ورته وخت کې د سیاسي چارو ځیني شنونکي په دې باور دي چې افغانستان د ژنیو په راتلونکې کې ناسته کې د لاسته راوړنو د ښودلو په خاطر، د ځینو کسانو د نیولو هڅې کوي.

زمری پیکان

له دې ډلې علیم داد خان علیم وویل: "د افغانستان حکومت د مبارزې صداقت تر پوښتنې لاندې دی او د حکومت په ډېرو لوړپوړو کې ځیني متکرر مفسدین شته، خو له بده مرغه چې نه‌دي نیول شوي، بلکې لوړ مقام ته هم رسېدلي دي. د نیولو وروستي اقدامات چې زمری پیکان‌یې ونیو او د کرام‌الدین کریم د نیولو هڅه وشوه، زما باور دا دی چې نړیوالې ټولنې د مفسدینو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د حکومت د ناتوانۍ له امله، له دغه هېواد سره خپلې مرستې مشروطې کړې دي. حکومت د دې لپاره چې په راتلونکې ناسته کې مالي ملاتړ ترلاسه کړي، دغه ډول نمایشي اقدامات کوي."