پنجشېر کې یو شمېر محاصره شوي سرتېري خوشې شول

د پنجشېر ولایت نقشه

په پنجشېر ولایت کې یو شمېر دولتي عسکر له دوه نیم ساعته محاصرې وروسته بېرته خوشې شول.

دا خبره د پنجشېر د والي مرستیال محمد امین صدیقي نن له غرمې وروسته ازادي راډیو ته وکړه.

هغه وویل د پنجشېر د همغږۍ له مرکزه یو شمېر عسکر د هغو قهرجنو خلکو د کرارولو لپاره د بازارک سنګانه سیمې ته لېږل شوي و چې د کرام‌الدین کریم د نیولو لپاره د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په غبرګون راوتلي و.

صدیقي وویل د سیمې شااوخوا ۲۰۰ اوسېدونکو چې اکثر یې مسلح و دا دولتي عسکر ایسار کړي و او د سپین ږیرو په هڅو او منځګړیتوب‌یې بېرته خوشې کړل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني مشر کرام‌الدین کریم د نیولو لپاره بېګا په پنجشېر کې عملیات وکړل چې بې‌نتیجې پای ته ورسېدل.

د راپورونو په اساس د کرام‌الدین کریم د نیولو د مخنیوي لپاره ټولو شویو خلکو له افغان ځانګړو ځواکونو سره ډزې هم تبادله کړي، خو تر اوسه د چا د ژوبلېدو خبره نه‌ده تأیید شوې.

له دې چې خلکو لار تړلې وه دا ځانګړي پولیس د خاواک کوتل له لارې د بغلان اندراب ته وتلي دي.

کرام‌الدین کریم د فوټبال فدراسیون مخکېنی مشر دی چې د فوټبال د نړیوال فدراسیون فیفا له‌خوا د افغان ښځينه فوټبالرانو په جنسي ځورونې تورن پېژندل شوی او افغان حکومت‌یې هم د نیولو امر کړی.

فیفا، کریم د ټول عمر لپاره له فوټبالي فعالیتونو محروم کړی او پر هغه‌یې یو میلیون ډالر جریمه لګولې ده.

کریم په خپله او د هغه وکیلانو لګېدلي تورونه رد کړي.