د افغانستان پشه‌یي قوم د حکومت په کابینه کې مشارکت غواړي

ارشیف

د پشه‌یي قوم یو شمېر مشران په کابینه کې مشارکت غواړي.

د پشه اصطلاح په څو معناګانو له پاشا او پادشاه نه نیولې تر پیاوړې او غښتلي پورې د افغانستان له لرغونو قومونو یو قوم دی چې څلور زره کلن تاریخ لري او د هندوکش د غرونو په جنوبي سیمو کې مېشت دي.

د دغه قوم یو شمېر مشران د دوشنبې په ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تالار کې راغونډ شوي و او له حکومت‌یې وغوښتل چې په کابینه کې دې دوی ته دوه سلنه برخه ورکړل شي.

په دغه ناسته کې د پشه‌يي قوم یو مشر حضرت علي وویل، پشه قوم له لسګونه کلونو راهیسې د ښاري خدمتونو په تېره د زده‌کړو او روغتیا له اسانتیاوو بې‌برخې شوي دي.

د پشه‌یي قوم دغو مشرانو د ولسمشر د دې اقدام هرکلی وکړ چې د جوزا ۲۵مه‌یې د پشه‌یي ژبې د ورځې په نوم نومولې ده.

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر طاهر زهیر وویل، د پشه‌یي ژبې د ۱۰ زرو لغتونو کتاب تر اډېټ لاندې دی او ډېر ژر به چاپ شي.

د دغه قوم مشرانو ټینګار وکړ چې د ولسمشر په انتخاب او ټاکلو کې یې ونډه اخیستې او حکومت باید د دغه قوم محرومیتونو ته جدي پام وکړي او په کابینه کې ورته دوه سلنه ونډه ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني مخکې له دې ویلي چې د حکومت کابینه به‌یې سیاسي او مشارکتي وي.