پنجشېر کې د فوټبال فدراسیون د پخواني مشر د نیولو عملیات وشول

د فوټبال فدراسیون پخوانی مشر کرام‌الدین کریم

لسګونه افغان امنیتي ځواکونو په پنجشېر کې په ناڅاپي عملیاتو سره د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني مشر کرام‌الدین کریم د نیولو عملیات وکړل.

د پنجشېر چارواکي وایي دغه ځواکونه په شپږو هلیکوپټرو کې د کرام‌الدین کریم د استوګني سیمې ته څېرمه ښکته شول، خو د سیمې د اوسېدونکو له مقاومت سره مخامخ شول او د نوموړي د نیولو مخه‌یې ونیوله.

د پنجشېر مرستیال والي محمد امین صدیقي نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات له مخکې له ولایتي ادارې سره همغږي شوي نه‌وو.

هغه زیاته کړه: "له وړاندې د ولایت او امنیتي برخو کې همغږي نه‌وه شوې. مستقیم له کابله راغلي وو. کومه لاسته راوړنه‌یې هم نه‌درلوده. موږ هڅه کوو خلک ارام کړو او قناعت ورکړو."

له سیمې راپورونه وایي تر اوسه هم امنیتي ځواکونه او د سیمې خلک له یو بل سره مقابله کې دي.

چارواکي وایي یو دولتي پلاوی تېره ورځ له کابل څخه پنجشېر ته تللی وو او له خلکو یې غوښتي وو چې د ښاغلي کریم د نیولو مخه ونه‌نیسي، خو دغه مذاکره ظاهراً بې‌نتیجې وه.