چارواکي: بدخشان کې طالبان له کانونو سره زر باسي او جنګیالي تمویلوي

ارشیف

د بدخشان سیمه‌ییز چارواکي او خلک وايي چې وسله‌وال طالبان د راغستان ولسوالۍ له کانونو سره زر باسي او په بدخشان کې پرې خپل جنګیالي تمویلوي.

د بدخشان والي محمد ذکریا سودا یکشنبه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "تر میلیونونه افغانیو زیات عاید ترلاسه کوي. دقیق ارقام‌یې نه‌شته، خو پوهېږئ چې دوی له څو لارو کار کوي. هم له خلکو باج اخلي او هم په خپله سره زر راباسي."

د راغستان ولسوالۍ ځينو اوسېدونکو هم ازادي راډیو ته ویلي چې طالبان نه‌یوازې د سره زرو له کانونو په خپله طلا باسي، بلکې د سیمې له هغو خلکو هم سره زر غواړي چې په کانونو کې کار کوي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا وایي چې د دوی ډله په راغستان کې د سرو زرو په رایستلو کې هېڅ رول نه‌لري، بلکې د سیمې خلک او مشران په خپلو محلي بڼو کانونه استخراجوي.

بدخشان چې د سرو زرو، لاجوردو او زمردو په څېر د قیمتي ډبرو او کانونو پراخې زېرمې لري له کلونو راهیسې په‌کې طالبان او د هغوی بهرني ملاتړي جنګیالي فعالیت لري.