له بندیزونو دوه ورځې وروسته پاکستان ته د طالب پلاوي سفر

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د دغه دفتر ځيني نور غړي

د طالبانو مشر مرکچي ملا عبدالغني برادر پرون پاکستان ته ولاړ.

د طالبانو پر لوړپوړو مشرانو د پاکستان د بندیزونو تر تازه کېدو دوه ورځې وروسته ملا عبدالغني برادر او ورسره یو پلاوی پاکستان ته تللی دی.

برادر د طالبانو د سیاسي ډلې مشر دی.

د طالبانو د سیاسي ډلې ویاند سهیل شاهین یکشنبه ناوخته په خپل ټویټر اسلام‌اباد ته د برادر په مشرۍ د طالبانو د یوه پلاوي د سفر اعلان وکړ.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین

شاهین لیکلي چې د دوی پلاوی به د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره د افغان سولې د بهیر په وروستیو مسئلو، په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو او ځینو نورو مسئلو وغږېږي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ادعا کوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دوی ته د سفر بلنه ورکړې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تازه په دې اړه څه نه‌دي ویلي چې د طالبانو په مشرانو یې د بندیزونو تر تازه کولو وروسته څنګه د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او ځینې نور اسلام‌اباد ته وربللي؟

پاکستان د اګسټ په ۱۸مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک په اساس په ځینو وسله‌والو ډلو چې په سر کې یې د حقاني شبکه او افغان طالبان شامل دي د بندیزونو د تازه کولو خبره کړې وه.

افغان حکومت: پاکستان باید پر طالب مشرانو اوسني بندیزونه لا پخوا وضع کړي وی

د ملا برادر او سراج‌الدین حقاني په اړه راپورونو ته د طالبانو غبرګون

د اګسټ په ۲۲مه‌یې هم په یوه جلا اعلامیه کې سپیناوی وکړ چې د بندیزونو د تازه کولو خبره د نویو بندیزونو په معنی نه‌ده، بلکې پخواني بندیزونه دي چې دوی یې یو وار بیا د عملي کولو هوډ کړی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۱۵ کال د پرېکړه‌لیک بندیزونه د طالبانو په اوسني مشر مرکچي د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر، د حقاني شبکې په اوسني مشر سراج‌الدین حقاني او په ځینو نورو طالب مشرانو لګېدلي و.

افغان حکومت د پاکستان د حکومت له‌خوا د طالبانو په مشرانو د بندیزونو د تطبیق له اعلانه هرکلی کړی او مهم پرمختګ‌یې بللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد تر یکشنبې ناوخته په دې اړه چې افغان حکومت په ځینو طالب مشرانو د پاکستان د بندیزونو تر تازه کېدو وروسته هم دغه هېواد ته د ملا برادر د سفر په اړه څه دریځ لري؟ څه نه‌دي ویلي، خو د بندیزونو د تطبیق له هوکړې هرکلی کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد

هغه زیاته کړه: "د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک په اساس په طالبانو باندې د بندیزونو تطبیق دی دا یو مهم پرمختګ دی. دا اعلامیه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ترلاسه کړې. غور پرې کوي او د افغانستان دولت له لوري به په دې باندې له ارزونو وروسته د دریځ په هکله معلومات شریک شي."

افغان حکومت له پاکستانه په وار وار غوښتي چې د سولې په پروسه کې ورسره رښتیني همکاري وکړي.

کله کله په پاکستان دا تور هم لګېدلی چې له افغانستان سره په ځانګړې توګه د سولې په پروسه کې دوه مخی رول ترسره کوي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ جمعه په خپل اوونیز کنفرانس کې وویل چې د ټولو ګډو هڅو د افغانستان د سولې پروسه اوسني سټېج ته ورسوله.

هغه وویل پاکستان په دې باور دی چې له شته تاریخي موقع ښه ګټه پورته شي او د ځینو پاتو مسئلو په هواري سره ژر بین‌الافغاني خبرې پیل شي.