اوکراین په بیلاروس کې د بیا ځلي ټاکنو غوښتنه وکړه

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي وایي، که چېرته د بیلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا پر ځای وای په یوه میاشت کې یې د نړیوالو څارونکو په حضور کې ټاکنې ترسره کولې.

زیلینسکي پرون لوکاشینکا ته په اشارې وویل که دی په خپلو رایو او خلکو باور لري او غواړي چې خلک ارامه کړي باید د نړیوالو څارونکو په حضور کې ټاکنې ترسره کړي او ودې ګوري چې څوک یې ګټي؟

د اوکراین ولسمشر داسې وخت د بیلاروس ولسمشر ته دا سپارښتنې کړي چې د بیلاروس خلک د ولسمشرۍ ټاکنو د نتیجې په غبرګون خپلو سختو لاریونونو ته دوام ورکړی.

خلکو پرون د مېنسک په زاړه ښار کې د ژوندی دې وي بیلاروس شعارونه ورکول.

خلک وایي چې الکساندر لوکاشینکا په درغلیو ځان ولسمشر کړی.

د بیلاروس اپوزیسین وایي چې ټاکنې باید له سره وشي او الکساندر لوکاشینکا چې له ۱۹۹۴ کاله واک چلوي له قدرت لرې شي.