بیلاروس کې د ولسمشر پر ضد بیا د لاریونونو تابیا نیول شوې

مینسک کې د لاریون کوونکو یو انځور

په بیلاروس کې د الکساندر لوکاشینکا د بیا ولسمشر کېدو پر ضد نن بیا د لاریونونو تابیا نیول شوې ده.

لوکاشینکا، چې له ۲۶ کلونو راهیسې واک په لاس کې لري، پرون له دې ادعا وروسته، چې د لوېدیځو هېوادونو ځواکونه د بیلاروس پولې ته نژدې ځای پر ځای شوي، د خپل هېواد وسله وال ځواکونه تیارسی کړل.

وروسته له دې چې لوکاشینکا د اګست د میاشتې په ټاکنو کې بریالی اعلان شو، زرګونه تنه د دغه هېواد واټونو ته په لاریونونو راووتل.

پولیسو تر ۷ زره ډېر نیولي او سلګونه نور یې وهلي ټکولي دي.