افغان حکومت: پاکستان باید پر طالب مشرانو اوسني بندیزونه لا پخوا وضع کړي وی

د ملا برادر په مشرۍ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر غړي

د افغانستان حکومت وايي، پاکستان باید پر طالب مشرانو خپل اوسني لګول شوي بندیزونه لا ډېر پخوا وضع کړي وای.

په ښکاره افغان حکومت د پاکستان هغه پرېکړه ستايي چې پر یو شمېر طالب مشرانو یې بندیزونه لګولي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ناوخته په یوه بیان کې وویل، پر طالبانو د بندیز په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲،۲۵۵ نمبر پرېکړه‌لیک په بشپړ ډول اجرا کوي.

د دې پرېکړه‌لیک پر بنسټ، د طالب مشرانو پر سفر، شتمنیو او وسلو بندیز لګول کېږي، خو ارګ وايي، پاکستان باید دا کار ډېر پخوا کړی وی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال د یک‌شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۰۲» ازادي راډیو ته وویل، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د پاکستان په صادقانه عمل پورې تړلې ده.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال

هغه زیاته کړه: "له پاکستانه د افغان حکومت غوښتنه ډېره روښانه وه او ده د ترورېزم ملاتړي او پټن‌ځایونه د دوی په خاوره کې دي. موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان صادقانه او عملي اقدامات غواړو. د طالبانو د مشرتابه پر وړاندې باید ډېر مخکې داسې ګامونه اخیستل شوي وی. موږ بیا هم په خپل دریځ ټینګار کوو چې له ترهګرۍ سره مبارزه په صادقانه او عملي اقداماتو پورې تړاو لري."

طالبانو هم د پاکستان دې عمل ته غبرګون ښودلی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند سهیل شاهین له قوله لیکلي د مذاکراتي ټیم پر ټولو غړو بندیزونه د افغانستان د سولې بهیر له ستونزو سره مخ کولای شي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین

خو ښاغلي شاهین ازادي راډیو سره خبرو کې دا هم وویل چې "دا بندیزونه مخکېني دي او د ملګرو ملتونو له‌خوا د سیاسي دفتر د مذاکراتي ټیم له غړو او مشرتابه دا بندیزونه څه موده مخکې موقتاً لیرې شوي."

د دې بندیزونو د عملي کېدو خبره داسې مهال مطرح کېږي چې امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړه کړې او د بین‌الافغاني خبرو د پیل په اړه هم مثبت نظریات شته.

تازه اسوشیټډ پرس لیکلي، تمه ده د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو منځنۍ اسیا ته د خپل سفر پر مهال قطر ته هم سر ورښکاره کړي او هلته له طالب مشرانو سره له افغانستانه د بهرنیو عسکرو پر وتو او د افغانانو ترمنځ د خبرو پر پیل بحث وکړي.

اوس پوښتنه دا ده، که ملګرو ملتونو په ۲۰۱۵ کال کې پر طالب مشرانو د بندیز لګولو غوښتنه کړې، پاکستان‌یې تازه ولې عملي کولو ته ملا تړلې؟

پاکستان تېر کال د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ د ملاتړ له کبله د پیسو سپینولو د ترورېستي ډلو د تمویل څارونکې ادارې له‌خوا په خړ لېست کې راغی او ترڅنګ‌یې په دې دوو برخو کې د عملي ګامونو د نه پورته کولو له کبله په تور‌ نوملړ کې د ځایېدو خبرداری هم ترلاسه کړی دی.

اوس یو شمېر شنونکي په دې اند دي چې دې هېواد له همدې وېرې پر طالب مشرانو بندیزونو لګولو ته مخه کړې.

د اقتصادي مسایلو کارپوه شعیب رحیم وویل: "بې له شکه دا د هماغه پروسې برخه ده. دوی هڅه کوي چې له غونډې مخکې نړیوالو ته وښيي چې دوی له ترهګرو ډلو ملاتړ نه‌کوي او بندیزونه‌یې پرې لګولي دي. تر ډېره بریده دا کار له هماغه بندیزونو سره تړاو لري."

طالبان

دا په داسې حال کې ده چې د حقاني شبکې د مهمو غړو په ګډون د طالبانو ډېر شمېر مشران په پاکستان کې اوسېږي. یو شمېر پاکستاني رسنیو هلته د طالب مشرانو له جایدادونو او پانګونې هم خبر ورکړی دی.

که چېرې اوس پاکستان په عملي ډول پر دې مشرانو بندیزونه ولګوي، نو شتمنۍ به‌یې کنګل او تر خوا به‌یې هغه هېواد ته سفرونه هم نه‌شي کولای.