جرمني کې ساینسپوهانو د پاپ موسیقۍ کنسرټونه تنظیم کړي

ارشیف

په جرمني کې ساینسپوهانو د پاپ موسیقۍ درې کنسرټونه تنظیم کړي، چې په پراخو سرپټو ځایونو کې د کرونا ویروس خطر مطالعه کړي.

په ختیځ ښار لایپزیګ کې د درېیو جلا جلا کنسرټونو ټول برخوال باید په دې څېړنه کې د برخې اخیستو لپاره اول د معایناتو پر اساس ثابته کړي، چې په کرونا ویروس اخته نه دي.

د دغه ښار د کنسرټونو سالون ته له رسېدو سره سم د برخوالو د بدن حرارت درجه کتل کېږي.

دوی ټول داسې ماسکونه کاروي چې ډېر خوندیتوب ورکوي او داسې برېښنايي وسیلې ورسره دي، چې په مرسته یې د کنسرټونو په ساحه کې د دوی تګ راتګ څارل کېږي.