امریکا د اسرائیل او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اړیکو سمولو هڅه کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو به راتلونکې اوونۍ اسرائیل او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.

دی به هلته د اسرائیل او متحده عربي اماراتو ترمنځ د ډیپلوماټيکو اړیکو د سمولو په اړه خبرې وکړي.

اسرائیل او متحده عربي اماراتو د اګست په دیارلسمه نېټه اعلان وکړ چې دوی به د امریکا په منځګړیتوب د موافقې له مخې بشپړه ډیپلوماټيکې اړیکې جوړې کړي.

د دې موافقې له مخې اسرائیل ژمنه کړې ده چې د لویدیځې تړانګې ځینې برخې به نه جلا کوي.

له دې موافقې سره به متحده عربي امارت لومړی خلیج هېواد او درېیم عرب هېواد به وي چې له اسرائیل سره به ټينګې ډیپلوماټيکې اړیکې ولري.

ګڼو خلیج هېوادونو د دې پرېکړې هرکلی کړی دی خو ایران، ترکیې او فلسطین دا اقدام غندلی دی.

ټاکل شوې ده پومپیو نن د اګست په درویشتمه نېټه لومړی اسرائیل ته او له هغه ځایه، بحرین، عمان، متحده عربي اماراتو، قطر او سوډان ته سفر وکړي.